ټولنه

په فارياب کې دولسي تړون دملي پروګرام دمديريت کميټې جوړې شوې

کابل باخترد کب شپږمه :
دولسي تړون دملي  پروګرام  دمديريت کميټې  پرون دفارياب ولايت په مرکز اوولسواليو کې  جوړې شوې .
باختراژانس دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو دادارې دمعلوماتو له  مخې، ددغو کميټو  دجوړولو موخه دولايت دمرکز او ولسواليو په کچه دولسي تړون دملي پروګرام داداري واحدونو او دکاري شريکانو ، کليو ، سيمو او دپرمختيايي   شوراګانو ترمنځ دنږدې همکاريو او ښې همغږى  دتامينولو دزمينو برابرول دي
داړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې، په هغې غونډه کې چې په  همدې مناسبت په دغه ولايت کې دعامې روغتيا ، پوهنې  ، کرنې اواوبولګولو  او مالداري ، ماليې درياستونو او دښاروالۍ  داستازو او دولسي تړون  دپروګرام او دهمکارو موسسودمسوولينو په ګډون جوړه  شوې وه،  وينا والو دولسي تړون   دملي پروګرام دمديريت  کميټو جوړول   د چارو  دښه پرمخ بيولو  په لاره کې ارزښتناک  ګام  وباله
ديوبل خبرله مخې، دولسي تړون د ملي  پروګرام مديريت کميټې پرون دلوګر ولايت په  يوشمير ولسواليو کې   هم جوړې شوي دي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته