نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو وزير له پاکستان څخه وغوښتل چې دتروريستانوپرخلاف مبارزه وکړي

اسلام اباد  باختر دلړم دريمه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير رکس تيلرسون  پرون دسه شنبې په ورځ دپاکستان له مشرتابه څخه وغوښتل چې په خپل هېواد کې دتروريستي ډلو پرخلاف  مبارزې  ته زور ورکړي او دافغانانو  دملي پخلاينې بهير ګړندى کړي . 
باختراژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ په هغې وينا کې چې په پاکستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت له لارې  خپره شوې ده ويل شوي دي چې په دې کتنه کې تيلرسون دامريکا دجمهور رييس دونالدترامپ  پيغام تاييد کړ چې پاکستان بايد دهغو جګړه مارانو  او تروريستانو دله منځه وړلو لپاره چې په دغه هېواد کې فعاليت کوي خپلو هڅو ته زور ورکړي  .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير ددوشنبې په ورځ دافغانستان دبګرام په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې اسلام اباد دې ته اړتيا لري چې په خپله قلمرو کې دخوندي تروريستي پټنځيو په باب څرګند او روښانه نظر ولري او خبر دارى يې ورکړى دى چې دوه اړخيزې اړيکې به دهغو پربنسټ وي چې آيا مشرانو  په دې موده کې هغه خاص  اقدامات چې ورته اړتيا ده ترسره کړي دي .
دپاکستان دانديښنو دکمښت لپاره هڅو کې ، دامريکا دبهرنيو چارو وزير اسلام اباد ته په خپل څو ساعته  سفر کې په دې سيمه کې دامريکا  دسياست  او داسيا  په جنوب کې دامريکا دجمهور رييس ټاکلو ستراتيژيکي موخو ته  درسيدو لپاره دپاکستان دمهم والې  په اهميت باندې ټينګاروکړ . 
تيلرسون دخبرو له پيل کيدو مخکې وويل  پاکستان په سيمه ئيز  لحاظ په سيمه کې په سولې او امنيت دلاس بري  لپاره زموږ دګډو موخو او دزياتو اقتصادي اړيکو دټينګښت  لپاره دفرصت دبرابرولو په لحاظ هم اهميت لري .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته