هرات باختر دزمري دمياشتې ٢ :
د خديجه الکبرا په تجارتي مرکزکې سوداګرو ميرمنو د دوى له تجارتي فعاليتونو څخه د مقاماتو د زيات ملاتړ غوښتنه وکړه.
د خديجه الکبرا د تجارتي مرکزکې يوشمېرکارکوونکو ميرمنو د دغه ټکي په اعلامولو سره چې له ښځو څخه نه ملاتړ د دوى د اقتصادي فعاليتونو د ډب سبب شوى دى، د زيات ملاتړ غوښتنه يې وکړه.
دوى وايي: د خديجه الکبرا مارکيټ اته کاله مخکې په څلورو پوړونوکې جوړ شوى او په هغه کې ښځو ته د تجارتي فعاليتونو مناسب چاپيريال برابرشوى دى.
دغو ميرمنو چې د انصار زون له قوماندان او د هرات ولايت له سرپرست محمدجمعه عديل سره وکتل، د ښځو د ملاتړ غوښتنه يې وکړه .
دوى وايي: نه ملاتړ د صنعتکارو ميرمنو د انديښنې سبب شوى دى.
دغوميرمنو د مارکيټ په دروازوکې د تيلو د ټانک شتون او فعاليت د انديښنې وړ وباله .
د هرات ولايت سرپرست د دغو ميرمنو د غوښتنو او شکايتونو د څيړنې په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه.
0 1 دقیقه لوستل