نړۍ

يوه امريکايي جنګي بيړۍ له ٧٢ کلونه وروسته وموندل شوه

واشنګټن/ بي بي سي/ باختر دزمري  ديرشمه :
د انډيانا پوليسو د (يو اس اس) جنګي بيړۍ له هغه وروسته چې په دويمه نړيواله جګړه کې د جاپان د يو اوبتل له خوا ډوبه شوه، په آرام سمندرکې وموندل شوه .
دغه جنګي بيړۍ د يو پټ ماموريت له ترسره کولو وروسته د راستنيدو په وخت کې پرې بريد وشو او ډوبه شوه .
د دغې بيړۍ پټ ماموريت د اتومي بم د قطعاتو سپارل و چې وروسته د جاپان په هيروشيما کې وکارول شو .
دغه جنګي بيړۍ د آرام سمندرپه شپږکيلومترۍ ژورتيا کې موندل شوې ده .
د دغې بيړۍ له  ١١٩٦تنو عمله څخه يوازې ٣٠٠ تنه يې ژغورل شوي وو.
د دغې بيړۍ چټګ ډوبيدل يوازې په دولسو دقيقوکې او د هيڅ راز بيړني پيغام په نه ترلاسه کولو سره د دې سبب شو چې د دغې جنګي بيړۍ د ډوبيدو موقعيت  د زياتو کلونو لپاره يو راز وي.
د انډيانا پوليسو د يو اس اس جنګي بيړۍ د دې د وروستي سري ماموريت په خاطر پيژندل شوې ده چې په هغه کې د امريکا د اټومي بم قطعات يې په آرام سمندرکې يوې اډې ته سپارلي و.
  ويل شوي دي چې د دغې جنګي بيړۍ دوه ويشت تنه عمله اوس هم ژوندي دي.
د عملې يوه وياند ويلي دي چې دوى زيات کلونه ددغې ورځې په تمه و چې بيړۍ وموندل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته