سیاست

دامريکا دمتحده ايالاتودبهرنيو چارووزارت دمرکزي او جنوبي اسيا دبرخې له مرستيالې سره دملي امنيت دسلاکار کتنه .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دملي امنيت  سلاکار  محمد حنيف اتمر نن  دخپل کار په دفتر کې  دامريکا دمتحده ايالاتودبهرنيو چارووزارت  دمرکزي اوجنوبي اسيا  دچارو  دبرخې  له مرستيالې  ميرمن  ايلين  کارنر سره وکتل .
دملي امنيت دشورا دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې دمرکزي او جنوبي اسيا  له هيوادونوسره  دافغانستان داړيکو په باب خبرې وشوې .
دملي امنيت سلاکار وويل  چې دمرکزي  اوجنوبي اسيا  هيوادونه  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرني سياست  دپاملرنې او علاقمندۍ  په محور کې ځاى لري .
  دافغانستان  دملي امنيت سلاکار ټينګار وکړ چې دګډو ګواښونو  دله منځه وړلو لپاره  دې ته اړتيا ده چې له تروريزم  او افراطيت سره  دمبارزې  دګډو هڅو او ميکانيزم په باب  نوي موافقې  وشي .
دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيوچارووزارت دمرکزي  اوجنوبي اسيا  دبرخې  مرستيالې  وويل  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  په بهرنيو اړيکو کې  نوي پرمختګونه  تعقيبوي او دياغي توب  او افراطيت پرخلاف  دمبارزې لپاره  دافغانستان داسلامي جمهوريت  نوي دريځ ددرک وړ دى .
  ميرمن ايلين کارنر  ډاډ ورکړ چې  د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې  له ياغې توب سره  په مبارزه کې له دغې هيوادسره خپلو همکاريو ته  دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته