خبرونهامنیت

شپږ دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

۳- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
شپږ دېرش وسله وال طالبان په قندهارکې د ډار اچونې ضد عملياتو په دوام ووژل شول.
دغه عمليات له يوې اوونۍ راپدېخوا د سلګونو ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار په ځينو سيمو کې چې په دې وروستيو کې د وسله والوطالبانو د شتون او فعاليت ډګر و، پيل شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په وروستيو ٢٤ ساعتو کې افغان ځواکونو بريالي شول چې په قندهار کې ٣٦ وسله وال طالبان ووژني او ١١ نور یې ټپيان کړي.
پر دغو وسله والو طالبانو په ميوند، ارغنداب او شاه ولي کوټ ولسواليو کې هوايي او ځمکنى بريدونه وشول.
پوځيان وايي چې وسله وال طالبان په قنندهار کې ځپل شوي او اوس ګاونډيو ولايتونو او پاکستان ته د تيښتې په حال کې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
په قندهارکې يو وسله وال طالب د خپل ماين ښکار شو.
دغه وسله وال طالب نن سهار غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ په يو سړک کې ماين ښخ کړي چې ماين وچاودېد اوهغه يې وواژه.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته