امنیت

شپږ څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٦ :
دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه جلا جلا عملياتو کې  شپږ څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي .
دغه عمليات  چې  دننګرهار ، کندز ، کاپيسا ، خوست ، پکتيا، تخار اودهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول په نتيجه کې داوولسو تنو داعشيانو په ګډون  ٤٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته