ښوونه او روزنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي پنځلس ورځني راډيويي وينا

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

ګرانوهيوادوالو  ، خويندو او وروڼو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زماخطاب نن ګرانو محصلانو ته دي  هغه دهيواد دسړو سيمو دپوهنتونونو اودلوړو ز ده کړو دموسسو دنوي تعليمي کال په درشل کې .

ګرانو محصلا نو نن  زموږ دهيواد حياتي اوبنسټيزه اړتيا دتخصص تردرجي پوري دښوونې اوروزنې پراختيا او دځوانانو او متخصصو کادرونو روزنه ده دلوى خداى  ج   په فضل اورحمت په تيرو لسو کلونو کې افغانستان په دغو برخوکې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي  دهيواد څه دپاسه اته مليونه ماشومان او ځوانان مدرسو ، ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي  موږ په داسې حال کې  چې دغه شمير کافي نه بولو هيله لرو چې په راتلوونکو پنځوکلونو کې دغه شمير له لسو مليونو څخه لوړ شي  خو د دي ترڅنګ  موږ دتعليم اوتحصيل  دکېفيت لوړولو  ښه والې ته زياته اړتيالرو که چېري دابتدايي ، منځينو او عالي تعليماتو کېفيت ښه نه  وي دځوانانو اوروزل شويو متخصصو کادرونو ستونزه به په خپل ځاى پاتي شي  او موږ به دنورو له احتياج څخه خلاص  نه شو.

ګرانو ځوانانو او محصلانو دتعليمي اوتحصيلي مرکزونو ټولو مسولينو ته تل زما توصيه دښوونې او روزنې دکېفيت ښه والې  دظرفيت لوړوالې او دځوانانو دسويې لوړولو ته زياته پاملرنه ده .

په همدي  ډول ستاسو ګرانو ځوانانو اومحصلانو څخه غواړم چې يوازي دټولګي لوست ته اکتفا  ونه کړي اودخپلې پوهې  دکچې دلوړولو اومعلوماتو دزياتوالې په خاطر په خپله تحصيلي څانګه کې شپه او روځ کتاب ولولي  ، عملي کارونه وکړي او دمعلوماتي تکنالوژي له وسايلو څخه  په استفادي سره دعلم اوپوهې  دنويو پرمختګونو څخه چې ستاسي په تحصيل رشتي پوري مربوط دي   ځان  خبرکړي .

په نننۍ نړۍ  کې علم  اوتخنيکي په چټکې سره پرمختګ کوى موږ زياته اړتيا لرو چې له دغه چټکتيا سره ځاى يو ځاى کړو ترڅو له هغو اړتياو څخه چې نن موږ ورسره مخامخ يو خلاص شو اوپه خپلو پښو دريږو.

ګرانو هيوادوالو  او دهيواد ګرانو ځوانانو !  هغه  ستونزي چې نن زموږ هيواد ورسره مخامخ دي  زموږ داړتيا له امله دي او زموږ اړتيا زموږ په هيواد کې دسواد ، علم ، تحصيل  ، مهارتونو ، تخصص اودمسلکي اوحرفوي  زده کړو په کمښت پوري  مربوط دي   له دي امله  زموږ دهريو دنده ده چې دهيواد دغه   حياتي  ستونزي ته متوجه و اوسو  او دهغو دلري کولو لپاره  ډله ييزي هلې ځلې وکړو يعني چې زموږ ځوانان ځانونه ورسوي  چې زموږ هيواد له دغي اړتيا څخه وژغورل شي له همدي امله  نن خپل ځوانان له بل هر وخت څخه زيات دسويې لوړولو  ، دتجربو ، مهارتونو او نوي پوهې ترلاسه کولو  ته هڅوم  چې ديومتخصص اوکارپوه لښکر په برابريدو انشاالله  زموږ اړتياوي له منځه لاړي شي او زموږ هيواد دخپلو ځوانانو دپوهې ، تجربو او لوړو مهارتونو په برکت سوکاله شي  ودان او پرمختللي شي  ډير ژر ددغې  ورځي  درارسيدو په هيله تاسي په لوى خداى سپارم  نوي کال مو مبارک  او ښه او ودان  کال وي  اوخپل لوست په جديت  هره ورځ او هره دقيقه او هره شيبه ولولي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته