امنیت

په هلمند کې ديو جومات ملاامام ماشومانو ته د ځانمرګو بريدونو د زده کړې په وخت کې ونيول شو.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دهلمند ولايت ديو جومات ملا امام چې ماشومانو ته يې دځانمرگوبريدونو لوست ورکاوه  دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
دجومات دغه ملاامام پرون   کله چې  دلښکرګاه ښار  په يوه ديني مدرسه کې  ماشومانو ته دځانمرګو بريدونو په لوست  ورکولو بوخت و ، نيول شوى دى.
دهلمند دوالي ويندوى  عمر ځواک باخترآژانس ته وويل : دغه ملا امام ماشومانو ته داسلامي علومو دلوست ورکولو پرځاى  هغوى ځانمرګو بريدونو ته هڅول .
په همدې حال کې  دهلمند دامنيتي ځواکونو لومړنۍ څيړنې ښيې چې دغه ملا امام دماشومانو دهڅولو ترڅنګ هغوي ته يې دځانمرګو بريدونو دترسره کولو لارې چارې ښودلې .
امنيتي ځواکونو ددغه ملا امام په باب دزياتو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه  خو ويې ويل  چې دغه ملاامام  دوسله والو طالبانو له ډلې سره اړيکې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته