امنیت

دبلخ والي : دديارلسو تنو مسافرانو قاتلان پيژنم او دقانون منګولو ته يې سپارم.

کابل باختر دوږي اوولسمه :
دبلخ ولايت سرپرست عطا محمد نور  په زارع  ولسوالۍ کې دديارلسو تنو  وژل شويو مسافرانو له کورنيو سره  په کتنه کې وويل  ډار اچوونکي هلې ځلې کوي  چې  دژبې او قوم په نامه  داختلاف  او تفرقې  په پيداکولو سره  افغانان  له يوبل سره نښتې ته  اړ کړي .
  ده  دقربانيانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې ددغې پيښې  قاتلان به وپيژني او دقانون منګولو ته  به يې  وسپاري .
  عطامحمد نور زياته کړه موږ ددغې پيښې په وړاندې بې پروايي نه کوو دايوه داسې پيښه ده چې دافغانستان په امنيت پورې اړه پيداکوي .  او موږ مسووليت لرو  خو په دې دليل  چې  دپيښې ساحه  ډيره  پراخه دښته ده او تروريستانو  په دغه ناوړه عمل  لاس پورې کړ او موږ هلې ځلې کوو چې دقضيې عاملين  ونيسو .
  دبلخ ولايت سرپرست وايي  چې ددې هيواد دښمنان  هلې ځلې کوي  چې دخلکو ترمنځ  مذهبي اوژبني  تفرقې  اواختلافونه پيداکړي . 
ده له خلکو څخه وغوښتل چې خپله هوښياري وساتي  او ددغو توطيو  قرباني نه شي .
  څو ورځې مخکې  وسله والو کسانو ددغه ولايت  دزارع ولسوالۍ په  جلګه سيمه کې  ددوو موټرو په درولو سره  ديارلس تنه  سپرلۍ  په ډزو سره  ووژلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته