امنیت

په خوست کې دحقاني په شبکې پوري اړوند دنهو تنو نيول کېدل

کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
دحقاني په شبکې پوري اړوند نهه تنه دپوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .
په دغو جګړه مارانو پرون دمندوزو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ددوى په پټنځي دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوابريد وشو او ونيول شول .
  باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دحقاني دشبکې پوري اړوند د غه کسان ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې ونيول شول .
ناټو وايي چې ددغو عملياتو هدف دحقاني دشبکې ديو مشهور قوماندان نيول و هغوقوماندان  چې ويل کېږي دخوست ، پکتيا او دپکتيکا په ولايتونو کې يې ددغې شبکې ددوه  سوه تنو جګړه مارانو رهبري په غاړه لرله خو ويل کېږي چې ددغو عملياتو په وخت کې د غه قوماندان په ساحه کې نه و .
  دخبر پاڼې دمعلوماتو له مخې په دغو عملياتو کې  پوځيانو د حقاني دشبکې په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کېلوګرامه نشه يي توکې ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته