امنیت

په باميانوکې د بې سندو موټرونو د ثبتولو کار پيل شو

باميان باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د باميانو ولايت د ترافيکو په مديريت کې د بايومتريک د يوه نوي مرکز په جوړيدو سره پرون په دغه ولايت کې د بې سندو موټرونو د ثبت کار پيل شو.
د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ آمر محمدعلي لګزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه مرکز د جوړولو موخه د بې سندو موټرونو ثبتول ( د افغانستان لاس) وباله او ويې ويل چې په بل پړاوکې ټول موټرونه به په دغه ولايت کې ثبت او راجسترشي .
ده له ټولو دولتي ادارو او خلکو څخه وغوښتل چې د خپلو موټرونو په ثبتولوکې د دغه ولايت د ترافيکو له ادارې سره دوامداره همکاري ولري چې له ترافيکي پيښو، غلاوو، بې بندوباريو چې زياتره يې له بې سنده موټرو سره ترسره کيږي، مخه ونيول شي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته