کابل باختردکب دمياشتې ١٢ :
دغير دولتي سازمانونو کارکوونکي اجازه ترلاسه کړه چې له مصر څخه ووځي. .
دمصر حکومت دغيردولتي سازمانونو اوولسو تنو بهرنيو کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې له دغه هيواد څخه ووځي .
دغه کسان ديوې امريکايي الوتکي په واسطه قبرس ته ليږدول شوي دي .
دغه کارکوونکي دامريکا ، فلسطين ،صربستان او الماني اتباع دي . په دغو فعالينو باندې تور لگول شوي و چې له بهرنيو هيوادونو څخه يي پيسې اخيستي او دناآراميو پراختيا ته يي لمن وهله .
امريکا ددغو فعالينو دخوشي کولو اوله مصر څخه ددوي دايستلو په خاطر ددغه هيواد حکومت ته څلو ر ميلونه اته سوه زره ډالره ضمانت ورکړي دي.