اقتصاد

جمهوررئیس غني په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو سره وکتل

 کابل باختر د زمري ٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ؛
په پیل کې په دوبۍ کې افغان جنرال کونسل عبدالصمد افغان له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د اړیکو او مناسباتو د لا ښه والي، د فرهنګي مرکز د جوړولو، د ویزو د اسانتیاو، د افغانانو د ستونزو د حل او د ۲۰۲۰ایکسپو نندارتون په اړه خبرې وکړې او همدارنګه یې له متحده عربي اماراتو سره د هوایي کوریډور د پرانیستې وړاندیز هم وکړ.
ورپسې بادشاه حسین په خوست کې د برېښنا، درملو، غیر الکولي مشروباتو، د لېږدونکو وسایلو د تمځایونو، تفریخي پارکونو، ځمکني ترمینل، لبنیاتو او کمپلکس جوړولو په برخو کې د پانګونې لپاره د افغان پانګه والو او سوداګرو د چمتووالي ترڅنګ وویل، د دې لپاره ځینې پروژې جوړې شوي او نورې تر کار لاندې دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، د جمهور رئیس په لارښوونه یې افغان پانګه وال او سوداګرو په خوست کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي دي. نوموړي په خوست ولایت کې د کانونو، کرنې او نورو برخو کې د پانګونې له شته فرصتونو یادونه وکړه او همدارنګه یې پانګه والو ته د امنیت، خوندیتوب او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې رجب علي اندېشمند، عبدالقیوم یعقوبي او محمد ابراهیم محب د امنیت، برېښنا، معیاري صنعتي پارک، بېلانس مالیې، بانکي سیستم ، واضح ستراتېژۍ، د کنټرول سیستم او نورو برخو کې د افغان پانګه والو او سوداګرو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
نوموړي همدارنګه بهر مېشتو پانګه والو ته د پاملرنې او د انسا ادارې د فعالولو وړاندیز هم وکړ.
جمهور رئیس غني د دوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته له سوداګرو او پانګه والو څخه وغوښتل چې خپل یو تن استازی دې د اقتصادي عالي شورا ته معرفي کړي. هغه زیاته کړه، د اجمل احمدي دفتر او د چارو ادارې استازی مو هم په خدمت کې دی.
د هېواد جمهور رئیس پانګه والو او سوداګرو ته په خطاب کې وویل، د صنعتي پارکونو او پانګونې لپاره مو ځمکه، برېښنا او نورې اسانتیاوې په خدمت کې دي.
هغه زیاته کړه، نهو ولایتونو ته مو برېښنا ورکړې او په راتلونکو دوو کلونو کې به د ټولو ولایتونو مرکزونه له برېښنا برخمن شي.
جمهور رئیس غني وویل، د کرنې او کانونو برخو کې د لارې نقشې برابرې شوې دي او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد په برخه کې به لویه پانګونه وشي. هغه زیاته کړه، په تدارکاتو کې داخلي تولیداتو ته ۲۵ سلنه ترجیح ورکول کېږي.
جمهور رئیس د خوست د والي په ګډون د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، برېښنا او کرنې وزیرانو او د ځمکو خپلواکې ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې له سوداګرو او پانګه والو سره په ګډه ناسته کې دې د پانګونې فرصتونو ته په پام  د پانګونې لپاره مشخصې طرحې ترتیب او ډېر ژر له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.
محمد اشرف غني وویل، له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې او مناسبات ورځ تر بلې پراخېږي. د هوایي کوریدور په برخه کې مذاکرات روان دي او همدارنګه د سولې د تامین او پانګونې په برخه کې هم هغوی هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
هغه زیاته کړه، حکومت د ټولو پانګه والو او سوداګرو په خدمت کې دی او هر ډول فرصتونه او اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.پاىف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته