ټولنه

په سالنګونوکې په مسافرانوخوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

 دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې  دتياري داداري له خوا يوه اندازه خوراکي توکي دهغو شپږ سوه ليږدونکو  وسايطو په سپرليو وويشل شول چې دسالنګ دلارې دتوپاني کيدو له امله  دريدلي دي .

  دپروان والي  دګرجنرال عبدالبصير سالنګي ددغه ولايت  دامنيه قوماندان دولايتي شورا ، دملي امنيت اوله پيښو سره دمبارزې دتياري داداري درييسانو په ملګرتيا او په ملي امنيت پورې اړوند دچټک غبرګون  له يوې قطعي  سره دسالنګ  دلارې دحالت دڅيړلو په مقصد سالنګ ته تللي و وويل، څه ناڅه شپږ سوه بار وړونکي وسايط چې له دوو ورځو راپديخوا دتاغمې اوکفترخانې په سيموکې ولاړ دي  اوسپرلي يې دخوراکي توکو له کمښت سره مخامخي وي  دپروان ولايت له پيښو سره  د مبارزې دتياري داداري له خوا پر هغوى خوراکي توکي وويشل شول .

 ددغې اداري رييس انجنير محمد امين حيدري وايي په دغو توکو کې دوه زره ډوډي ، شل کارتنه قيماق ، ديرش کارتنه  کاني اوبه او دغه راز اتيا شړي شته .

  دغه راز پر هغو اته سوه تنو چې ليږدونکي وسايط  يې دجبل السراج دتاجکانو له ساحې څخه دسالنګ تر لارې پورې ولاړ دي دګرمو او تودو خوراکي توکو ويشل دوام لري .

 ديادونې وړ ده دپروان ولايت دملي امنيت دچټک  غبرګون قطعه ددغو وسايطو په تنظيمولو او دسالنګ دلارې په پاکولو بوخته ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته