سیاست

جمهور رئیس غني: د سولې په مشورتي بورډ کې د ښځو د استازو حضور او لیدلوری مهم دی

کابل باختر د لړم دمياشتې۲۳مه  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړکې تېر ماښام د افغان ښځو شبکې له غړو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د افغان ښځو شبکې رئیسې روشن مشعل او د یادې شبکې د مدیره پلاوي غړې مریم رحماني د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او لیدلوري شریک کړل ويې ویل: افغان ښځې د پایداره سولې غوښتوونکې دي او د سولې فرهنګ په ترویج کې فعال رول لري.
هغوی له جمهوررئیس څخه وغوښتل ښځې دې په ټولو مذاکراتوکې فعال حضور ولري، متخصص افراد دې د سولې مذاکراتو پروسه کې شامل شي او لاسته راوړنې باید د مذاکراتو قرباني نشي.
وروسته جمهور رئیس د ولسي جرګې په ټاکنوکې د ښځو له پراخ حضور څخه په مننې وویل، د سولې د مذاکراتو په موخه مشورتي بورډ جوړېږي او په هغه کې د ښځو د استازو حضور او لیدلوری مهم دی.
جمهور رئیس د افغان ښځو شبکې له غړو څخه وغوښتل چې د سولې په اړه خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه په درې ورځو کې شریک کړي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته