ښوونه او روزنه

دقزاقستان او افغانستان دپوهنتونونو د ورزشي همکاريو په باب خبرې وشوې

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دافغانستان  دپوهنتونونو دورزشي فدراسيون رييس په هغې ميلمستيا کې  چې دالماتا دوالي له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ او دافغانستان دپوهنتونونو دورزشي فدراسيون  دسپورت له برخې  سره  دالماتا  دهمکاريوپه باب  خبرې وکړې .
په دې ميلمستيا کې په داسې حال کې چې دنړۍ دپوهنتونونو دورزشي فدراسيونونو   لوى رييس  اولک متتسن او دنړۍ  د اويا هېوادونو دورزشي  فدراسيونونو  رييسانو هم ګډون کړى و  د الماتا والي بورجان  بايکوف دالماتا ښار ته ددغو رييسانو دراتګ له امله ښه راغلاست ووايه  او دنړۍ له بيلابيلو پوهنتونونوسره يې په ورزشي برخو کې  دهمکارۍ دټينګښت او اړيکو دتامينولو په لاره کې يوښه فرصت وباله .
  دغه راز دنړۍ دپوهنتونونو دورزشي فدراسيونونو  لوى رييس  اولک متتسن دفيسود ژمنيو سياليو داته ويشتمې دورې  دښه ترسره کولو په خاطر  دقزاقستان دکوربه توب له امله مننه وکړه او ويې ويل  چې په پوهنتونونوکې دورزش وده او دمحصلانو ترمنځ دنړيوالو سياليو ترسره کول  دځوان نسل  دپرمختګ  دزياتو همکاريو او نږديوالي سبب کيږي .
  په دې ميلمستيا کې دالماتا والي دافغانستان دپوهنتونونو دورزشي فدراسيون  له رييس  منقوش نسيمي سره  هم وکتل .
  په دې کتنه کې دافغانستان دلوړو زده کړو دوزيرې  پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند سلامونه اونيکې هيلې  دقزاقستان  دولت او خلکو ته وړاندې کړې او دقزاقستان  دخلکو او دولت  له کوربه توب او ميلمه پالنې له امله قدرداني وکړه
ده دغه راز دافغانستان په پوهنتونونوکې دورزشي حالت او په پوهنتونونوکې دورزشي ودې لپاره دنويو اقداماتو  په بيانولو سره دافغانستان  دپوهنتونونو  له ورزشي برخې سره يې  د دوى دلازياتو همکاريو غوښتنه وکړه چې  دالماتا دوالي له خوا په دې برخه کې  دهر راز مرستې  او همکارۍ  ژمنه وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته