خبرونهاقتصاد

يو انس سره زر په ۲۰۷۵ ډالرو پلورل کېږي

کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

په نړيوالو بازارونو کې نن يو انس سره زرپه ۲۰۷۵ ډالرو پلورل کېږي. 

د پښتني بانک د سرو زرو د مارکېټ يو پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل، چې نن د کابل په بازارونو کې:

یو ګرام قطري سره زر په (۴۹۰۰) افغانیو

يو ګرام الجزايري سره زر په (۴۵۵۰) افغانیو

يو ګرام مصري سره زر په (۴۷۵۰) افغانيو

یو ګرام کويټي سره زر په (۴۱۰۰) افغانيو

یو ګرام سنګاپوري سره زر په (۴۰۰۰)افغانيو

یو ګرام عربي سره زر په (۴۱۰۰) افغانيو

او يو ګرام روسي سره زر په(۳۱۵۰) افغانيو پلورل کېږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته