خبرونهټولنهTOP

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې څارویو ته د انټروټوکسیمیا واکسین او داخلي چینجیو د درملو د تطبیق کمپاین پیل شو

کابل، د غوايي ۱۱مه، باختر 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د څارویو د مړینې د مخنیوي په موخه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د انټروټوکسیمیا یا ریخک واکسین او څارویو ته د داخلي چینجیو د درملو د تطبیق کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او یادې موسسې له لورې د کابل له ولایت څخه پیل شو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه کمپاین د هېواد په ۲۳۹ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې له لارې به یې یو میلیون ۴۳۴ زره  ۵۰۰ څاروي د پسرلي په موسم کې او یو میلیون څاروي د مني په موسم کې، چې د دغې ناروغۍ د ډېرېدو احتمال ډېر دی، د انټروټوکسیمیا پر وړاندې واکسین کېږي او دغه راز د دې کمپاین په ترڅ به  دوه ملیونه او ۲۷زره څارویو ته د چینجیو ضد درمل په پسرلني او یوملیون څارویو ته به د مني په موسم کې د څارویو د چینجیو ضد درمل تطبیق او څاروي به د وژونکو ناروغیو څخه وژغورل شي.

سرچینې زیاته کړې، چې په هېواد کې وروستي اورښتونه د څړځایونو د شنه کېدو لامل شوی او د څارویو د خوراکي توکو ساتلو لپاره یې د مالدارانو هیلې زیاتې کړې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د پسرلي په موسم کې د خوړو بدلون په څارویو کې د انټروټوکسیمیا او داخلي چینجي ناروغیو د زیاتوالي لامل کېږي، چې په همدې موخه د دغو ناروغيو د مخنيوي په موخه د يادو ناروغيو د واکسین کمپاين پيل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته