نړۍ

دايران او د پنځه جمع يو ډلې ترمنځ خبرې کيږي.

بروکسل  نړيوالې خبري منابع  باختر دتلې دمياشتې ٢٤
دايران او دپنځه جمع يو  ډلې ترمنځ خبري پرون سهار په يوه ښه فضا کې ترسره شوې  چې  پکې ټول پيشنهادونه  وڅيړل شول .
دبهرنيو چارو اود امنيتي سياست په چارو کې د اروپا داتحاديې د نمايندګي مطبوعاتي منشي مايکل مان په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل : دخبرو فضا ډيره ښه ده  اړوندو  لورو  پيشنهادونه  وڅيړل او ټولې طرحې د کار په لارښود کې دي  ده په ځانګړې ډول اشاره  وکړه  چې دايراني لورې څرګندونې  د  دغې رغندې  فضا دليل دى.
ده   زياته کــــړه  موږ خبرې  په خوشبيني سره  څيړو او لازمه   ده  چې ټول جزييات وڅيړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته