امنیت

دغزني په اندړوولسوالۍ کې د طالبانو خونړي ډزې .

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
يو ملکي وګړى دغزنى ولايت اندړو ولسوالۍ کې ووژل شو او نهه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
دغزني ولايت امنيتي مقامات وايي : دغزني ولايت کې دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو د ډزو له امله يو تن ملکي وګړى ووژل شو او نهه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند احمد فهيم اميرى باختر آژانس ته وويل ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن داندړو ولسوالۍ دکوټه سنګي په سيمه کې دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر دزې وکړې چې له امله يې يو تن ووژل شو او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه : دپيښې ټپيان د درملنې په خاطر کابل ته ليږدول شوي دي او ديو ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته