روغتیا

په لغمان کې به نېږدې یو سلو شپېته زره هغه کوچنیانو ته چې عمرونه یې له پینځه کلونو کم دي د پولیو واکسین تطبیق شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
نن په ټول لغمان کې له پینځه کلونو کم عمره کوچنيانو ته د ګوزڼ ( فلج ) د واکسین د تطبیق په موخه درې ورځنی کمپاین د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار او د عامې روغتیا وزارت څخه د راغلي پلاوي له خوا پیل شو.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لومړی د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي، له وزارت څخه راغلي پلاوي او یو تن ډاکتر  د پولیو د ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې له نېکمرغه تر دې دمه په لغمان کې د دغې ناروغۍ کوم کیس شتون نه لري، خو د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې مو هڅه هم همدا ده چې مخکې له مخکې باید په دې برخه کې جدي کار  وکړو تر څو هغه کم عمره کوچنیان چې عمرونه یې له پینځو کلونو ښکته دي، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته نشي.
ډاکتر قیومي زیاته کړه چې د دغه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې به په ټول لغمان کې یو سل او نهه پنځوس زره، اووه سوه یو اویا ( ۱۵۹۷۷۱) تنه له پینځو کالو کم عمره ماشومان واکسین شي او د دې تر څنګ به پینځه نوي زره، اته سوه شپږ شپېته کوچنیانو ته د کولمو د چینجي د ناروغۍ د مخنیوي په موخه یوه یوه ګولۍ هم ورکړل شي.
وروسته د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار د خپلې وینا پر مهال د عامې روغتیا ریاست کار کوونکو ته جدي لارښوونه وکړه چې خپل ټول امکانات په کار واچوي او په دقیقه توګه د دغې پروسې په ښه بڼه مدیریت وکړي، اوهغه کوچنی چې په شرایطو برابر وي، له دغې پروسې پاتې نشي.
ښاغلي مظلوم یار زیاته کړه چې دا پروسه د ولایت مقام ته ډېر اهمیت او ارزښت لري او له مدیریت څخه به یې ولایت مقام په کلکه څارنه وکړي.
د ولایت مرستیال د پولیو پر وړاندې د دغه درې ورځني کمپاین د پیل په موخه په جوړو شویو مراسمو کې په دیني عالمانو، قومي مخورو، ولایتي شورا او قومي شوراګانو غږ وکړ چې د خپلې دیني او اسلامي وجیبې له مخې په دغه کمپاین کې په رضاکاره توګه فعاله ونډه واخلي چې د لغمان په هره سيمه کې په شرايطوبرابر کوچنیان د واکسین له تطبیق څخه پاتې نشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته