کابل / د لړم ۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې د اوبو د مدیریت پروژه کې ۴۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د عملیاتي او ملاتړیزې ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د کابل شین کمربند اړوند ابریزو( د ورښت اوبو زیرمه کولو) په موخه د کیندنې پروژه کې څلویښت زرو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې پرانېسته کې د عملیاتي او ملاتړیزې ادارې رییس مولوي عبدالسلام حقاني وویل چې د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې هېوادوالو ته پر سراسري امنیت سربېره کاري فرصتونه او اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد وویل چې د کرنې وزارت په سټراټیژیکو زیرمو کې ۶۶ زره ټنه غنم موجود دي چې له کابل وروسته به په نورو ولایتونو کې هم د بغلان، بلخ، ننګرهار او قندهار له سټراټیژیکو زېرمو څخه د خوراکي توکو په بدل کې کاري فرصتونه رامنځته شي.
د کابل مرستیال ښاروال حمدالله نعماني وویل چې جوړ شوي کمېسیون سره په ګډه کار کوي چې د کابل ښاریانو لپاره د کار موندنې فرصتونه برابر کړي چې د بې کارۍ او بې وزلۍ ګراف راټیټ شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت استازي ډاډ ورکړ چې نږدې وخت کې به د نابشپړ شویو برېښنا بندونو او کانالونو رغنیزې چارې پېل شي چې ورسره به هېواد کې د کرنیزو ځمکو خړوب او څښاک لپاره د پاکو اوبو د کمښت ستونزې حل شي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د هېوادوالو لپاره کارموندنه د ژوند مهم ضرورت او د اسلامي امارت د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه وباله.
مجاهد ډاډ ورکړ چې د حکومت د رهبرۍ نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کې به د هېواد اقتصادي او سوداګرۍ برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشي.
د کابل ښار د اوبو د ضایع کیدو او کمښت مخنیوي دغه پروژه د بډولې دښتې او خیر آباد غرونو کې پېل شوه چې هر کاریګر ته به د یوې ورځې مزد په بدل کې لس کیلو ګرامه غنم ورکول کېږي.
ن/ر