امنیت

د طالبانو د دوو ځایي قوماندانانو په ګډون ۴۰ ترهګر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ١٢
د تېرو څلورویشتو ساعتو په بهير کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۴۰ ترهګر وژل شوي، تنه۱۵ ټپیان او ۵ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
له یادې ډلې د طالبانو د یوه ځایي قوماندان په ګډون ۸ ترهګر د هرات د پشت رود ولسوالۍ په ملا امام تپه، د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي سردار مشهور د مصباح په ګډون ۱۶ ترهګر د لوګر په محمد آغې او برکي برک ولسوالیو او د پل علم په شولک کلي، د یوه داعشي په ګډون ۶ ترهګر د ننګرهار په غني خیلو او چپرهار ولسوالیو، ۴ ترهګر د تخار په خواجه غار ولسوالۍ، ۳ ترهګر د غزني په اندړو ولسوالۍ، یو ترهګر د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ او ۲ ترهګر د هلمند په نهر سراج او ناد علي ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " اوس مهال د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۹ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۸۹ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۸ هوایي بریدونه شوي دي".
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۶ ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای کړىشوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاندوويل په ننګرهار، غزني، پکتیکا، ارزګان، فاریاب، بلخ، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته