کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
د غزني ولايت داندړو ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکې دسيمه ئيزو پوليسو دفعاليت له امله په تنګ شوي دي او پرون يې دڅوساعتو لپاره مظاهرې وکړي .
دوى ادعا کوي چې دسيمه ئيزو پوليسو له خوا ځورول کېږي او دسيمه ئيزو پوليسو د لغو کولو غوښتنه يې وکړه .
داندړو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکې جيلاني باختراژانس ته وويل چې سيمه ئيز پوليس تل داندړو ولسوالۍ اوسيدونکې ځوروي .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمد حسين رسنيو ته وويل هغو کسانو چې په مظاهرو لاس پوري کړي و ټول دطالبانو په لمسون وو داهغه وسله وال طالبان دي چې په خلکو زور اچوي چې دسيمه ئيزو پوليسو پرخلاف ودريږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ