نړۍ

دداعش ډله دعراق تيل په سوريې پلوري.

پاريس فرانسپرس   باختر دچنګاښ دمياشتې ١٠ :
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير لوران فابيوس ادعا کوي چې په عراق کې  دداعش  دډلې افراد تر خپل کنترول لاندې سيمو کې را ايستل شوي تيل  دسوريې په دولت پلوري .
باخترآژانس دفرانسپرس دخبري آژانس له خولې خبر راکړ :
فرانسوي رسنۍ ددغه هېواد دبهرنيو چارو دوزير له خولې خبر راکړ، داسې ثبوت شته چې  دعراق او شام  داسلامي دولت  دډلې  پوځي مليشې  يا داعش  له هغه وخت څخه  چې دعراق دتيلو دحوزو  کنترول يې  ترلاسه کړى دى  دسوريې په رژيم تيل پلوري.
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير وويل :  دده په نظر په عراق کې اوسنۍ  حالت د ژورې  انديښنې سبب دى .
ده زياته کړې ده چې دنه غبرګون په صورت کې  حالت کيداى شي دسيمې او نړۍ لپاره  ناوړه عواقب ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته