امنیت

نهه تنه په تخار کې د غلا او د نشه يي توکو د قاچاقو تړاو ونيول شول

 کابل / د زمري ١٣مه / باختر
د تخار پوليسو ٩ کسان پرون په دغه ولايت کې د غلا او د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د تخار امنيه قوماندان سمونوال سېد معراج الدين سادات باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په دوو جلاجلا پېښو کې ٥ کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په شک د دغه ولايت د تالقانو ښار او د فرخار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه يوه تومانچه، څو بوتله الکولي مشروبات، يوشمېر تابلېټ (کا) او يوه ندازه چرس ترلاسه شول.
دغه راز د تخار پوليسو څلور کسان د تالقانو ښار د نهرچمن په مربوطاتو کې د غلا او د خلکو د ځورونې په اړوند له ٢٧ غلا شويو مالونو سره ونيول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته