فرهنګ

صديق الله توحيدي : داطلاعاتو ازاد بدلون دحکومت همکاري غواړي .

کابل باخترد سلواغې ديارلسمه :
دخبريالانو دمصوونيت دکميټې  دعدالت غوښتنې  مسوول صديق الله توحيدي په دې وروستيو وختو کې په يوه خبري غونډه کې دډار اچوونکو پيښو په وخت کې خبريالانو ته دمعلوماتو په نه ورکولو نيوکه وکړه او ويې ويل چې داکار دخلکو ترمنځ داوازو دخپريدو سبب کيږي .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، صديق الله توحيدي په دې خبري غونډه کې دوروستيو پيښو دخبري پوښښ په باب درسنيو له کارکوونکو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې خبريالان  دډار اچوونکو پيښو په باب  دخبر ورکولو په وخت کې  مصوونيت نه لري .
ده ددغه شان پيښو په وخت کې په اطلاعاتو دلاسرسۍ حق يوه ستره ستونزه  وبلل او ويې ويل چې حکومت خبريالانو ته ددقيقو معلوماتو له  ورکولو څخه ډډه کوي او آن په ځينو مواردو کې تحريف شوي اطلاعات خبريالانو ته ورکوي چې داکار دخلکو ترمنځ داوازو دخپريدوسبب کيږي .
توحيدي داطلاعاتو ازاد بدلون دحکومت  دهمکارى غوښتوونکى وباله  او زياته يې کړه چې حکومت دې بايد په اطلاعاتو دلاسرسۍ  دحق دقانون دپلي کولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي .
دخبريالانو دمصوونيت دکميټې دعدالت غوښتنې مسوول  څرګنده کړه چې ښکيل لورې دې بايد درسنيو دبې پريتوب  درناوى وکړي .
توحيدي په دې غونډه کې  له رسنيو  څخه وغوښتل چې خپل بې پريتوب وساتي او دملي ماتم داعلام او دډاراچوونکو پيښو په وخت کې دې خپلو خپرونو ته پاملرنه وکړي  او له خلکو سره غمشريکي  وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته