فرهنګ

په قندهار کې د لاسي صنايعو لپاره نندارتون جوړېږي

قندهار باختر د لیندۍ ۷ مه
له مرکزڅخه تللي څلور کسيز پلاوی د سوداګرۍ او صنايعو رياست د استازو په ملتيا نن د قندهار له سرپرست والي سره وکتل.
د باختر آژانس دخبر له مخې:
په دې کتنه کې له مرکز څخه تللي پلاوي وويل چې غواړي په دغه ولايت کې د لاسي صنايعو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړي.
هغوی زياته کړه: د دغه نندارتون له جوړېدو څخه مخکې صنعت کارانو ته يو ورځنۍ زده کړې ورکول کېږي، ترڅو هغوی په دې برخه کې لا ښې لاسته راوړنې ولري.
په همدې حال کې د قندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب خوښي وښوده چې په دغه ولایت کې د صنعت کارانو د هڅونې لپاره پروګرامونه پلي کېږي.
منيب له پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د صنعت کارانو لپاره دې د نړيوال بازار زمينه برابره کړل شي، څو د هغوی صنايع تر نړيوالو بازارونو پورې ورسېږي او په دې برخه کې نوره وده هم وکړي .
د کتنې په پای کې ورغلي پلاوي ته د ولایتي ادارې له لورې د نندارتون په جوړولو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ شو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته