امنیت

دپوځيانو دميړانې ستاينه وشوه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
دملي دفاع وزارت استول شوي هيئت په لويديځ زون کې  دملي اردو دميشتو ځواکونو ميړانه وستايله .
دغه هيئت  چې د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندان تورنجنرال محي الدين غوري سره کتلي دي ټينګار کوي چې  دامنيتي  ځواکونو ترمنځ همغږي د ډاراچوونکو دماتې سبب شوى دى .
جنرال غوري هم دامنيتي حالت اوپه لويديځ زون کې دامنيتي ځواکونو دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل ؛  ددښمن د يرغليزو بريدونو         او تحرکاتوپه وړاندې ددفاعي ځواکونو دبرياليتوب عامل دافغان امنيتي ځواکونو بشپړ تيارى ، دقوتونو ترمنځ دبشپړه  همغږي   اودقوتونو دسوق او ادارې ښه رهبري ده .
دملي دفاع وزارت  تخنيکي او مادي رئيس  تورنجنرال فضل احمد جنبش لويديځ  زون ته دملي دفاع وزارت دهيئت دسفر هدف دمني  او ژمنيو عملياتو دپرمخ بيولو، دنيمګړتياو څيړنه  او  دظفر قول اردو دقطعاتو او جزوتامونو  دمحاربوي احضاراتو د کچې دلوړولو په لاره کې دلازمو تدبيرونو نيول  او څيړنه  وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته