امنیت

دطالبانو په راکټي بريد کې لس تنه ووژل شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢١
اته تنه ملکي وګړي او دوه تنه پوليسان پرون په نورستان ولايت کې دوسله والو طالبانو د راکټي بريد له امله شهيدان شول
دغه پيښه چې د دوآب ولسوالۍ يوجومات ته څيرمه رامنځته شوه اته تنه نورملکي وګړي ټپيان شول .
ويل شوي دي چې دسيمې  يوشميراوسيدونکي دمازيګر دلمانځه داداکولو لپاره جومات ته روان وو ، چې دوسله والو طالبانو له خوا را کټي بريد وشو.
دنورستان د والي ويندوى  ظاهر بهاند باخترآژانس ته وويل : ددغه بريد له امله
شپږ تنه ملکي وګړي او دوه تنه پوليسان شهيدان او اته تنه نورملکي وګړي  ټپيان شول .
بهاند طالبان  ددغه بريد مسوول وبلل  او ويې ويل چې ددغې ډلې افراد د
پاکستان دپوځي استخباراتو له خوا په نورستان کې دترورستي بريدونو سازمان ورکولو ته ګومارل شوي دي .
په همدې  حال کې   دنورستان سيمه ييز مسوولين وايي چې امنيتي مامورينو ددغه راکټي بريد دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره ه هلې ځلې پيل کړي دي .
دنورستان په يو روغتيايي مرکز کې ډاکترانو دپنځوتنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته