امنیت

د قاچاقو په تور د څلورو تنو ايرانيانو نيول کيدل

کابل- باختر  دسلواغي اتلسمه:
د فراه ولايت سيمه ييزو مقاماتو د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د څلوروتنو ايراني ابتاعو دنيولوخبر ورکړ.
دافغانستان په لويديځ کې دڅلورم سرحدي زون قوماندان شير احمد ملداني وايي چې امنيتي مامورينو پرون څلور تنه ايراني اتباع  له ١٢٠٠ کيلوګرامو نشه يي توکو سره چې په يو تيوتا ډوله کړندي موټر کې ځاى پرځاي شوي وو ، ونيول .
  ملداني وويل: ١٢٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي د امنيتي مامورينو له خوا د فراه ولايت د لاش او جويند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  کشف شوي دي .
ملداني ټينګار وکړ چې نيول شويو قاچاق وړونکوترلاسه شوي نشه يي توکي له پاکستان څخه افغانستان راليږدولي وو .
دده دڅرګندونو له مخې: دغو کسانو غوښتل چې دغه نشه يي توکي ايران او تاجکستان ته وليږدولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته