٨- کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
ملي پوليسو پرون دسرپل ،. کندهار او دارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې يوه اندازه مهمات او نشه يي توکي ترلاسه کړل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.
په ترلاسه شويو توکو او مهماتو کې دتوپ شپاړلس ګولۍ ، دوسايطو ضديو ماين ، درې سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، څوارلس کڅورې نشه يي توکي ، دپيکا اته سوه ګولۍ ، پنځه توغندي ويشتونکي ، سل نارنجک او دهاوان اته ګولې شته چې ددغو ولايتونو په بيلابيلوساحو کې دپوليسو لاسته ورغلي دي.