امنیت

په کونړ کې دهاوان ماين دلګيدوله امله درې تنه ماشومان ټپيان شول

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
په کونړ ولايت کې درې تنه ماشومان دوسله والو طالبانوله خوا دهاوان ماين دتوغولو له امله ټپيان شول.
دکونړولايت ا منيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې  دکونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  داستوګنې په يوه کور دطالبانو له خوا  دهاوان ماين  دتوغولو له امله  ديوې کورنۍ درې تنه ماشومان ټپيان شول.
ويل کيږي چې دغه ماشومان ديوې کورنۍ غړي دي  چې دپوليسو په مرسته داسعداباد ملکي روغتون ته وليږدول شول.
دروغتون د روغتيايي چارواکو دڅرګندونوله مخې : ددغې پيښې ددوو تنو
ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته