سیاست

په هرات کې دهند قونسلګرۍ د ويزې د ويشلو بهېر بيا پيلوي

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
هندوستان ته دسفر لپاره د ويزې دصادرولو بهېر په راتلوونکې اوونۍ کې په هرات ولايت کې بيا پيليږي.
په هرات کې  دهندوستان په قونسلګرۍ د وسله والو تروريستانو له ناکامه بريد وروسته چې دوه اوونۍ مخکې ترسره شو په دغې سياسي نمايندګۍ کې دويزې دويشلو او دقونسلي خدمتونو د وړاندې کولو بهېر ځنډول شوى و.
په هرات کې دهندوستان جنرال قونسل   دهرات له والي  سيدفضل الله وحيدي سره  په کتنه کې  ددغه ټکي داعلامولو په ترڅ کې وويل ، چې ټول قونسلي خدمتونه او دويزې دويشلو بهېر په راتلوونکې اوونۍ کې بيا پيليږي.
ده  ددغې سياسي نمايندګۍ دامنيت دتامينولو  اوپه هرات کې  دهنددقونسلګرۍ دفعاليتونو دبيا پيلولو په خاطر  دمناسب ځاى دتدارک په لاره کې  دسيمه ييزې ادارې دمسوولينو دهلوځلو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دهندوستان دولت دغه راز  دافغانستان  له دولت او خلکوسره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .
په هرات کې دبهرنيو چارو وزارت دنمايندګۍ رييس سيدعبدالناصر يوسفي وايي
ټاکل شوې ده دهندوستان قونسلګرۍ په نږدې راتلوونکي  کې يو دولتي ملکيت ته وليږدول شي  چې خپل فعاليت ته دوام ورکړي .
دهندوستان قونسل په دې غونډه کې  دسلما بند دپروژې  دکار ددوام په باب دهرات والي ته  ډاډ ورکړ  او ټينګار يې وکړ چې دغه بنسټيزه پروژه  به په ټاکلي وخت دبيا ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .
دهرات والي سيدفضل الله وحيدي په دې غونډه کې   دهندوستان  ددولت اوخلکو دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
دهرات والي وويل مرکزي مقاماتو موافقه کړې ده چې په هرات کې دهندوستان قونسلګري  به په يو دولتي ملکيت کې ځاى پرځاى شي.
ښاغلي وحيدي دغه راز  دهندوستان ديو تبعه  دموندلو په خاطر  چې څو ورځې مخکې  دزنده جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتول شوي دى ،دسيمه ييزې ادارې دمسوولينو دجدي  جدي هوډ يادونه هم وکړه.
له دې سره جوخت دهرات ولايت امنيه قوماندان دهندوستان له قونسل سره په کتنه کې  هم اعلام وکړ چې  ديارلس تنه مشکوک کسان  دهندي تبعه دتښتولو په تور دهرات دپوليسو له خوا نيول شوي دي.
مل پاسوال سميع الله قطره وايي دغه افراد  دهرات ولايت له مربوطاتو څخه نيول شوي دي .
په دې غونډه کې په هرات کې  دهندي اتباعو دښه امنيت دتامينولو په خاطر هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته