سیاست

د انرژۍ او اوبو وزارت نوماند د هيواد د اوبو په مديريت ټينګار وکړ

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٤
د انرژۍ او اوبو او د ماليې د وزارتونو نوماند وزيرانو نن خپل کاري پروګرامونه په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ته بيان کړل.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د نوماندو وزيرانو د پروګرامونو د بيانولو په څلورمه ورځ د انرژۍ او اوبو او د ماليې د وزارتونو نوماندانو خپل کاري پروګرامونه او هدفونه بيان کړل.
د انرژۍ او اوبو وزارت نوماند عبدالرحمن صلاحي د استازو مجلس ته په حاضريدو سره د وينا په ترڅ کې خپل کاري پروګرامونه بيان کړل او په هيوادکې د اوبو په مديريت باندې يې ټينګار وکړ.
صلاحي وويل: د هيواد اوبو ته مديريت د بيوزلى او وزګارتيا د زياتوالي سبب شوى دى، په داسې حال کې چې د بنسټونو په جوړولو سره کولاى شو د هيواد د اوبو مديريت وکړو او د اوبو د بندونو او د بريښنا د توليد د فابريکو په جوړولو سره کولاى شو افغانستان په سيمه کې د بريښنا د ترانزيت په مرکز بدل کړو.
ده د سيندونو د غاړو ټينګښت مهم او ضروري وباله .
صلاحي د اوبو د مديريت لپاره د يوې اغيزمنې ستراتيژۍ د جوړولو، له ګاونډيانو سره د اوبو د سياست په تدوينولو او په هيوادکې د بريښنا د توليد د ظرفيتونو د لوړولو او په دې برخه کې په خپلو پښو په دريدلو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته