امنیت

د ملي اردو يو سرتيرى په کونړکې شهيد شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
په کونړ ولايت کې نن د يوه ماين د چاودنې له امله دملي اردو يو سرتيرى شهيد شو.
دکونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول فريد دهقان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناوه پاس په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو د ځواکونو د سپرلۍ يو موټر له سيمې څخه د تيريدو په وخت کې په ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې د ملي اردو يو سرتيرى شهيد شو.
د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ له نا امنو ولسواليو څخه ده چې طالبانو پکې پراخ شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته