ټولنه

په جوزجان ولايت کې په لسګونو کورنيومرسته ترلاسه کړه .

کابلباختر د کب د مياشتې١٣مه
په جوزجان ولايت کې نن پنځه  نوي  بې ځايه شويو کورنيومرسته ترلاسه کړه
دجوزجان دمهاجرينو  دراستنولو دچارو  ادارې  سرپرست  سيد طالب سادات باختراژانس ته وويل چې دغه کورني په  دې وروستيو کې دناامنيو له امله ددرز اب ، قوش تيپې  ولسواليو  اود فارياب دناامنو ولسواليوڅخه په شبرغان ښار  کې استوګن شوې دي چې  په هرې کورنۍ  څلور بورۍ اوړه ، پنځلس   کيلوغوړي  ، پنځلس کيلو نخود  او څوارلس  زره نغدۍ افغانۍ    له ژمنيو جامو سره په دوى وويشل شوې .
سادات زياته کړه ويشل شوي توکي دماشومانو دملاتړ داکار  اودنړۍ دخوړو دسازمان ددفتر له خوا برابرې  شوې وې .
  ختم_  سعيده_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته