امنیت

په کونړکې د ډار اچونې پر ضد د عملياتو دوام

کابل / باختر/ د زمري ٨مه
په داسې حال کې چې د ډار اچونې پرضد عمليات په کونړکې دوام لري؛ پوځي مقامات د ډار اچوونکو له شتون څخه د لسګونو کليو د پاکولو خبره کوي.
دغه عمليات له يوې اوونۍ راپدېخوا د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو ځواکونوپه ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کونړ په ځينو سيموکې پيل شوي او لا هم دوام لري.
د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره  ليکلي دي: د عملياتو پر دوام تېره شپه لسګونو کلي د وسله والو طالبانو او داعشيانو له شتون څخه پاک شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې د ډار اچوونکو له شتون څخه د هرې سيمې په پاکولو سره په دغو سيموکې ځواکونه ځاى پرځاى شوي دي چې خلک په آرامۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د عملياتو له پيل څخه تر اوسه ٣٣ داعشيان او طالبان وژل شوي او لسګونه نوريې ټپيان شوي دي.
د سيمې اوسيدونکي په کونړکې د ډار اچوونکو پر ضد عملياتو د پيل هرکلى وکړ او ويې ويل چې د خپلو امنيتي ځواکونو په شتون کې په آرامى سره ژوند کوي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته