امنیت

د قيصار ولسوالۍ دکنتي سيمه طالبانو ونيوله

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
وسله والو طالبانو نن سهار دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دکنتي سيمه تر خپل کنترول لاندې ونيوله .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول رضا رضايي باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دقيصار ولسوالۍ په کنتي سيمه کې په امنيتي پوستو بريد وکړ او دپوليسوځواکونه په شاتګ ته اړشول او دغه سيمه طالبانو ونيوله .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له مرکز څخه کومکي ځواکونه د خواجه کنتي سيمې ته  استول شوي دي او د وسله والو طالبانو دځپلو او په شاتمبولو په خاطر په دې ساحه کې هوايي اوځمکني عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته