کابل باختر د کب يوولسمه
دکندهار پوليس دماينونو او نشه يي توکو ددوو زيرمو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه زيرمي دکندهار ښار او دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په دوو جلا جلا عملياتوکې کشف شوي دي .
دکندهار ولايت پوليسو دباختر اطلاعاتي اژانس ته د خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي په دغو عملياتوکې له دوو زيرمو څخه دواټ ٢٥ ماينونه او څه ناڅه نهه زره پنځه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې په تيره اوونۍ کې څه ناڅه دوه تنه ځانمرګي يرغلګر هم دکندهار دپوليسو له خوا نيول شوي دي .