کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
دپروان ولايت ديني عالمانو مشرانو او اوسيدونکو نن په يوه غونډه کې تروريستي بريدونه وغندل او دشهيدانو روح ته يې دعا وکړه .
له پروان ولايت څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونده کې ديني عالمانو وروستي تروريستي بريدونه چې په کابل ، قندهار او هلمند کې زموږ دسلګونوتنو هېوادوالو دمرګ ژوبلې سبب شو په کلکه وغندل.
دپروان ولايت دعالمانو دشورا رييس مولوي عبدالرحيم حنفي وويل : دغه وحشيانه عملونه داسلام له دين سره هيڅ راز اړيکې نه لري . او داسلام دمقدس دين د ارزښتونو او زده کړو پرخلاف دي اوشرعي صبغه نه لري .
مولوي حنفي زياته کړه :دپروان خلک دهېواد په ګوټ ګوټ کې زموږ دهېوادوالو په غم کې ځانونه شريک بولي او يووالي، پيوستون او ورور ولي ددښمنانو په وړاندې دمبارزې يوازنې لاره بولي .
ده دافغانستان له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې يوموټي شي او په هوښيارې او بشپړ يو والي سره ددغه شان ظالمانه عملونو مخه ونيسي .
0 1 دقیقه لوستل