کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د طالبانو يو قوماندان له شپږو تنو همکارانو سره يې په قندهار ولايت کې ونيوه.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نيول شوي کسان د قندهار ولايت اوسيدونکي دي او په دغه ولايت کې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو او د خلکو په ترور بوخت وو چې د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا له دريو ماينونو، پنځه ويشتو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو، د ريموټ له پنځه ويشتو تختونو، دوو توغندي ويشتوونکو، د ماين چولو له شپږو پټاقيو او له څلويښتو مترو ثانيه سوځوونکو مزو سره ونيول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ