کابل باختر د مرغومي دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د بغلان ولايت يو قومي مشرحاجي حکم خان د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله واناليه راجعون.
ارواښاد حاجي حکم خان د خپلو خلکو خيرخواه، مصلح او قومي مشر و. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د بغلان ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جملي صبر په نصيب شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ