سیاست

دمبارکۍ پيغام

کابلباختر د اسد٢٦
دمشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلميار له خوا د اندونيزيا د خپلواکۍ د اته شپيتمې کاليزې له امله ددغه هيواد د خلکو د مشورتي شورا د مرستيال او سرپرست احمدفرهان حامد په نامه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې د دواړوهيوادونو د تاريخي اړيکو يادونه شوې ده او د افغانستان او اندونيزيا د دوستانه اړيکو د ټينګښت د هيلې په ترڅ کې د اقتصادي اړيکو په پراختيا او د افغانستان ځوانانو ته د تحصيلي زمينو په برابرولوکې ددغه هيواد د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته