اقتصاد

په پغمان ولسوالی کې د لومړنی صفر انرژی لرونکې سړې خونې جوړیدل

کابل باختر د زمري  اوومه :
د لومړي ځل لپاره  د کابل په پغمان ولسوالی کې د بڼوالئ د محصولاتو  د ساتنې   په موخه  یوه صفر انرژي لرونکي سړه خونه، چې د  بريښنا او ګاز له انرژی څخه پرته او یا هم د نورو امکاناتو څخه پرته  کار کوي جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړې سړه خونه د ۶۰ متریک ټنه میوو د زیرمه کولو وړتیا لري، چې د نیپال هیواد  په مالي مرسته او د افغانانو لپاره د  نړیوال خوراکي سازمان له خوا جوړه شوې ده.
یاده سړه خونه، په ټولیز ډول سره د ۳۶ زره امریکايي ډالرو به مالي لګښت رغول شوې ده او د نیپال خلکو په خپل هیواد کې تجربه  کړې ده او له هغه ځای څخه یې نښه اخیستل شوې ده. 
دغه سړه خونه په تخینکي ډول سره په نویو لارو چارو(د اوبو قطريي سیستم لرونکې او د میوو د ساتنې په موخه د اړتیا وړ یخوالی برابرولو وړتیا لري )  رغول شوې ده،
په پام کې ده، چې دا ډول سړې خونې د کابل، پروان ، بلخ او سمنګانو په ولایتو کې هم جوړې شې.
دکرنې اواوبو لګولو او مالدارئ وزارت د دریو تیرو کلونو په لړ کې  د  کابل، بامیانو او پروان ولایتونو کروندګرو لپاره د پیازو او پټاټيو محصولاتو د  ساتنې په موخه له ۲۸۰۰ څخه زیاتې  صفر انرژي لرونکې سړې خونې  جوړې کړې ا  او ګټې اخیستنې ته  یې سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته