اسلام آباد ايرنا – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د پاکستان کابينې له ايران سره د محکومينو د ليږدونې د موافقه ليک په ګډون اووه ويشت نړيوال موافقه ليکونه تصويب کړل.
د ايران د دولتي خبري آژانس د خبرله مخې: د ايران او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د محکومينو د ليږدولې موافقه ليک د روان کال د ثور په مياشت کې تهران ته د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د سفر په بهيرکې د ايران د عدليې د وزير مصطفى پور محمدي او د پاکستان د صدراعظم د ملي امنيت او د بهرنى سياست د سلاکار سرتاج عزيز له خوا لاسليک شوى و.
تهران ته د نواز شريف د ثور د مياشتې د سفر په بهيرکې د ايران او د پاکستان ترمنځ د همکارۍ ټول ټال نهه سندونه او تفاهم ليکونه لاسليک شوي و.
2 1 دقیقه لوستل