امنیت

د شوراب له جيل څخه دبنديانو دليږدونې بهير په نږدې را تلوونکي کې پيليږي

کابلباختر دسرطان ٨
ټاکل شوې ده د بريتانوي ځواکونو قوماندان په را تلوونکي اوونۍ کې هغه افغان بنديان چې د شوراب په پوځي اډه کې شپې سبا کوي؛ د افغانستان دولت ته وسپاري.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د ايساف دقوماندانۍ مرستيال جنرال نيک کارتر وايي چې همدا اوس دهغو افغانانو د سپارلو په مقصد چې دبريتانوي ځواکونو په بند کې دي؛ خبرې دوام لري چې په را تلوونکي اوونۍ کې به يو شمير يې د افغانستان دولت ته وسپارل شي.
ده زياته کړه: دى هلې ځلې کوي چې د افغانستان دولت دنورو مسووليتونو ترڅنګ د بنديانو د ساتنې او د هغوى د دوسيو دڅيړنې مسووليت هم په غاړه واخلي.
جنرال کارتر وويل چې د ايساف ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، خو له افغان پوځيانو سره د اوږد مهال ملاتړ او دپوځي تجهيزاتو د برابرولو لپاره پاليسي جوړه وي.
ده زياته کړه چې افغان امنيتي ځواکونه د دې ځواکمني لري چې د مجرمينو د پيژندنې او له عوامو خلکو سره د چلند په لاره کې له زيات دقت څخه کار واخلي.
د آيساف مرستيال چې خپله هم د انګليس د اردو جنرال دى؛ وويل چې دافغانستان حکومت ته د افغان بنديانو د سپارلو بهيردوام لري.
سره له دې چې جنرال کارتر په ډاګه نه کړه چې څومره افغانان په شورا ب جيل کې له بريتانوي پوځيانو سره بنديان دي؟ خو داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې د دې څرګندوى دي چې ددغو افغانانو شمېر نوي تنو ته رسيږي.
پخوا د افغانستان دولت د بريتانوي عسکرو ترکنترول لا ندې جيلونوکې دبندي افغانانو د سپارلو په مقصد دوه اوونيز مهلت صادرکړ. دغه مهلت پاى ته رسيدلى دى، خو د بنديانو د استرداد لپاره هيله له منځه تللې ده.
دافغانستان د اساسي قانون له حکمونو سره سم يوازې دولت په هيوادکې د جيل د لرلو حق لري. پخوا د افغانستان دولت له يو لړ جنجالي خبرو وروسته د بګرام د جيل کنترول او رهبرى چې د ا مريکايي ځواکونو په اداره کې وه؛ ترلاسه کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته