ښوونه او روزنه

په يو هيوادکې وده او پرمختګ دهغه ښوونې اوروزنې ته په پاملرني اوتمرکز پوري اړه لري .

دغه تکي دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دمحمد اصف مايل  ليسې  له مسوولينو او استادانو سره په کتنه کې څرګند کړ .

 دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دي کتنه کې چي دمحمد اصف مايل ليسې مسوولين او يوزيات شمير ښوونکي حاضر و لومړۍ   برخه والو  ددغي ليسې د ستونزو په باب دجمهور رييس مرستيال ته رپوټ ورکړاو په دي برخه کي يي ددولت دجدي پاملرني غوښتنه وکړه .

 ديو تن چارواکي دڅرګندونو له مخې دغه ليسه  چې اوس نږدي لس زره تنه زده کوونکي لري دزده کوونکو  دشمير زياتوالي او ددرسي خونوکمښت ته په پاملرني سره دوو نورو درسي بلاکونو جوړولوته  زياته اړتيا لري .

 دليسې دبريښنا تامينول ، داوبورسولو  دسيستم فعالولو او د څښاک داوبو لپاره دژوري څاه کيندل  او دليسې د انګړ  سمسورتيا داصف مايل دليسې داستادانو نوري غوښتني وي  چې دجمهور رييس له مرستيال سره يي طرحه کړې .

  وروسته دجمهور رييس مرستيال ددغي ليسي دښوونکو د هلوځلو اوکوښښونو له امله دمنني او ستايني په ترڅ کې دهيواد دبچيانو ښوونې اوروزنې ته دپاملرني په لاره کې دهيواد دودي اوپرمختګ بنسټ د روزنې په بنسټونوکې په بدلون پوري اړوند وبلل اوزياته يي کړه چې دنورو انساني ټولنو تجربو ښودلي ده چې په پرمختګ او ترقي برلاسي  يواځي دعلمي ودي له لاري امکان لري .

  ده داصف مايل  دليسې داستادانودستونزو او غوښتنو دڅيړنې ډاډ ورکړاو زياته يي کړه دعلمي اوروزنيزو مرکزونو پرمختګ  او بشپړتيا ته پاملرنه ددولت اساسي لومړيتوبونه ده  .

 دکتنې په پاى کې دمحمد اصف مايل ليسې استادانو دپوهنې دپرمختيا او ودي په ملاتړ له دي جملي څخه دغي ليسې ته  دجمهور رييس دمرستيال دځانګړي پاملرني له امله  دستايني دلوحي په ورکولوسره چې دسيمې داوسيدونکو . زده کوونکو او د ليسې دمسوولينو له خوا برابره شوې وه دده ستاينه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته