نړۍ

د امريکا په تکزاس ايالت کې نهه تنه ووژل شول

واشنګټن -دان – باختر د ثور دمياشتې ٢٨
د امريکا د تکزاس ايالت په يوه رستورانت کې پرون د دوو سيالو ډلو ترمنځ د ډزو له امله ٩ تنه ووژل شول او١٦تنه نورټپيان شول.
يوه عيني شاهد د (ويکو تريبيون هرالد) ورځپاڼې ته وويل چې د رستورانت پارکينګ د جګړې ډګر ته ورته والى درلود.
د پوليسو د وياند د څرګندونو له مخې: امنيتي مامورينو د ډزو له پيل کيدو وروسته ساحې ته ور ودانګل او يو شمېر پوليس هم د وسلو کارولو ته اړل شول.
د امريکا د (ان پي ټي) دخبري شبکې دخبرله مخې: په امريکا کې د وسلو د پلورنځيو شمېر د دغه هيواد له سوپر مارکيټونو څخه زيات دى چې د وسلو څه ناڅه١٠٠زره جوازلرونکي پلورنځي اوپه زرګونوغيرمجازپلورونکي فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته